معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / جلال آباد کې د شعرونو او نظمونو یو رنګین ماښام ترسره شو

جلال آباد کې د شعرونو او نظمونو یو رنګین ماښام ترسره شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۳۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د رنګین ماښام په نوم دغه مشاعره د اطلاعات او کلتور ریاست له لوري د دغه ریاست په تفریحي پارک کې جوړه شوې وه.
د خبر پر بنسټ دې مشاعره کې د ننګرهار د یو شمېر دولتي ادارو د مسوولینو ترڅنګ ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او د شعر او ادب مینوالو برخه اخیستې وه.
د ننګرهار اطلاعات اوکلتور رییس خپلو خبرو کې دا ډول پروګرامونه د کلتوري ودې لپاره ګټور وبله او شاعرانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې پخپلو شعرونو او لیکنو کې د مشرانو پیغامو ځای او د خلکو فکرونه ښې لوري ته بسیج کړي.
لیکوالانو او شاعرانو بیا د دغه ډول کلتوري او فرهنګي پروګرامونو د جوړولو له امله د کلتور ریاست څخه مننه وکړه او راتلونکي کې یې د دوام غوښتونکي شول.
تر دې وړاندې هم د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د رنګین ماښام د مشاعرې او کلتوري محفل ترڅنګ د نارنج ګل دودیزه میله، نرګس ګل مشاعره او پسرلنۍ مشاعرئ ترسره کړي او اوس هم په میاشت کې څلور ادبي غونډې او مشاعرې جوړوي، چې په کې ګڼ شمېر د ادب او شعر مینوال برخه اخلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس