کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۳۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د رنګین ماښام په نوم دغه مشاعره د اطلاعات او کلتور ریاست له لوری د دغه ریاست په تفریحی پارک کې جوړه شوې وه.
د خبر پر بنسټ دې مشاعره کې د ننګرهار د یو شمېر دولتی ادارو د مسوولینو ترڅنګ ګڼ شمېر شاعرانو، لیکوالانو او د شعر او ادب مینوالو برخه اخیستې وه.
د ننګرهار اطلاعات اوکلتور رییس خپلو خبرو کې دا ډول پروګرامونه د کلتوری ودې لپاره ګټور وبله او شاعرانو ته یې سپارښتنه وکړه، چې پخپلو شعرونو او لیکنو کې د مشرانو پیغامو ځای او د خلکو فکرونه ښې لوری ته بسیج کړی.
لیکوالانو او شاعرانو بیا د دغه ډول کلتوری او فرهنګی پروګرامونو د جوړولو له امله د کلتور ریاست څخه مننه وکړه او راتلونکی کې یې د دوام غوښتونکی شول.
تر دې وړاندې هم د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوری د رنګین ماښام د مشاعرې او کلتوری محفل ترڅنګ د نارنج ګل دودیزه میله، نرګس ګل مشاعره او پسرلنۍ مشاعرئ ترسره کړی او اوس هم په میاشت کې څلور ادبی غونډې او مشاعرې جوړوی، چې په کې ګڼ شمېر د ادب او شعر مینوال برخه اخلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ