جلال اباد کې د فساد شتون له امله د سړک جوړونې ډېری پروژې په ټیټ کېفیت تطبیق شوی:

جلال اباد کې د فساد شتون له امله د سړک جوړونې ډېری پروژې په ټیټ کېفیت تطبیق شوی:
راپور/ ساحل اتل
د ګهیځ ترلاسه شویو موندنو له مخې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د سړک جوړولو ځینې داسې پروژې ګټې اخېستنې ته سپارل شوی، چې په کې د شوی اختلاس له امله کېفیت له پامه غورځول شوی.
د دغو موندنو له مخې د یادو قراردادونو په ورکړه کې روابطو ته پر ضوابطو لومړیتوب ورکول د دې لامل شوی، چې د پروژو تطبیق په ټیټ کېفیت سره وشی.
که څه هم د جلال اباد ښاروالی د قراردادونو د ورکړې په برخه کې پر شفافیت ټینګار کوی، خو ګهیځ ته یو شمېر سرچینو ویلی، چې د اداری فساد شتون او د قراردادونو په ورکړه کې د چارواکو او زورواکو مداخلو په لوی لاس دغه پروسه له ستونزو سره مخ کړې ده.
د ننګرهار ولایتی شورا مرستیال اجمل عمر هم ګهیځ سره په خبرو کې د دغو ستونزو د شتون پخلی وکړ.
نوموړی په خپلو خبرو کې د شوی فساد په اړه د اسنادو د شتون یادونه هم وکړه.
دی زیاتوی:
(( دغو قراردادونو کې د بې کفایتۍ د شتون اسناد هم موږ سره موجود دی. کومې ادارې چې پروژې ترې اخېستل کیږی، ښاروالۍ یې د ازادې سیالۍ په نوم خپلوانو او دوستانو ته ورکوی. ازاده سیالی داسې نه وی چې مشخص شوی پنځه تنه دې راټول شی او د یو جعل پروپوزل په ورکړې سره دې مهم او اساسی قراردادونه د هغوی په واک کې ورکړل شی))
نوموړی د پروژو د تطبیق په جریان کې هم د فساد له شتونه پرده پورته کوی:
((د څار او نظارت په برخه کې هم فساد موجود دی. هم د کار په جریان کې او هم د کار په تسلیمۍ کې فساد شته. همدا لوی لاملونه دی چې ګټې اخیستنې ته سپارل شوې پروژې د لنډ وخت په تېرېدو وروسته بېرته خرابیږی او له منځه ځی.))
ولسی وګړی هم د ډېری هغو سړکونو له خرابوالی شکایت کوی، چې په نږدې وخت کې تر رغولو وروسته ګټې اخېستنې ته سپارل شوی دی.
د دوی په خبره د لارو دغه ډول خرابوالی ورته لوی سرخوږی جوړ کړی؛ ځکه په خبره یې د جلال اباد ښار اړوند سړکونه په هرو شپږو میاشتو کې رغول کیږی، چې د رغولو پرمهال یې ولس له لار بندښت سره هم مخ وی، خو رغول شوې لارې ډېر ژر بېرته ځکه له منځه ځی چې کېفیت یې خراب وی.
د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکی جان اغا صالح یې په اړه داسې وایی:
((دا سړکونه هر کال قیر کیږی، یا قیر شوی سړکونه بیا ځل ترمیم کیږی، خو دا چې قراردادونو کې فساد کیږی او بیا د فساد شتون له امله یې کېفیت څخه سمه څارنه نه کیږی، ډېر ژر له منځه ځی.
قرارداد اخېستونکی کسان د کمې تجربې له امله نشی کولی، چې د سړکونو سمه لوډرکاری وکړی، له همدې امله یې یواځې د رېګ په سر قیر وشیندی، چې دا سړکونه بیا یو کال هم دوام نه کوی، خپله تاسې یې ګورئ.))
نوموړی د پروژو د کېفیت ټیټوالی لوی لامل فساد ښیی. د ده په خبره ډېری کم کېفیته پروژې د زورواکو له خوا تطبیق کېږی، چې ولسی خلک یې پر وړاندې د غږ پورته کولو جرئت نه شی کولی.
د سړکونو په جوړښت کې د فساد شتون له مسألې موټر چلوونکی هم رنځ وړی.
دوی وایی د جوړو شویو سړکونو بیا ځل خرابوالی اړ کړی چې خپل وسایط په هره دوهمه ورځ مستری ته ودروی او د خپلې ګټې ډېره برخه پرې بېرته مصرف کړی.
د دوی له ډلې یو رکشا چلوونکی د نوم نه ښودلو په شرط ګهیځ ته په دې اړه داسې وویل:
((د رغول شویو سړکونو ډېره برخه بېرته کنډ – کپر شوې. روغ سړک کې کنډ او کپر ځایونه ډېر کله په رفتار کې معلوم نه شی، چې له امله یې بیا زموږ رکشا خرابه او مستری ته ودریږی. کال کې څو وار د دې کنډ – کپر سړکونو داغونه نیول کیږی، خو هسې یې تور کړی چې میاشت وروسته بېرته پخوانی حالت ته تللی وی.))
د جلال اباد ښاروالۍ ریاست بیا د سړک جوړولو په برخه کې دغه ادعاوې نه منی.
د دغه ریاست ویاند عبدالله هوډ له ګهیځ سره په خبرو کې یادونه وکړه چې د ساختمانی پروژو کوم قراردادونه چې د دوی له لوری د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته ورکول کیږی، د یوې شفافې پروسې په اساس یې د بولۍ چارې مخته وړل کیږی.
نوموړی د دې ترڅنګ چې د کېفیت پر ښه والی ټینګار کوی وایی:
((کله چې ښاروالی د ساختمانی پروژو کوم قراردادونه ورکوی، د ولایت پر فیسبوک پاڼې، د ښاروالۍ پر فیسبوک پاڼې او د اطلاعات او کلتور ریاست لخوا په خپرېدونکی اخبار کې یې قراردادی خبرتیاوې خپریږی او بیا دا پروسه د ازادې سیالۍ په پایله کې بېلابېلو شرکتونو او اشخاصو ته د قرارداد په بڼه ورکول کیږی.))
هوډ د سړکونو ژر خرابېدو لامل د فساد شتون نه، بلکې سړکونو ته د خلکو نه پاملرنه بولی.
د ده په خبره څرنګه چې لازمه ده ښاریان د پروژو په ساتنه کې له ښاروالۍ سره همکاری نه کوی.
نوموړی وړاندې زیاتوی:
((کله چې د حکومت لخوا کومې رغنیزې پروژې تطبیق شی، له بده مرغه ښاریان یی د ساتلو په برخه کې د مسوولیت احساس نه لری. سړکونو باندې اوبه روانې وی، قیر سړکونو کې اوبه اچوی چې دا چاره که سړک هر څومره باکېفیته جوړ شوی وی، ژر له منځه وړی.))
په ورته وخت کې د ننګرهار د والی ویاند عطاءالله خوګیاڼی بیا که څه هم د قراردادونو په برخه کې د فساد موضوع په بشپړ ډول نه ردوی، خو زیاتوی چې د پروژو د ورکړې اړوند قراردادونه د یو شفاف میکانیزم په اساس ورکول کیږی.
((ولایت په ټول توان هڅه کوی چې د قراردادونو پروسه شفافه کړی، موږ نه ردوو چې فساد به نه وی، ولې که د فساد اړوند شواهد په مستنده توګه د ولایت مقام سره شریک شی، موږ ژمن یو چې په اړه یې نورې څېړنې وکړو او هغه کسان چې خپل مسوولیت یی سم نه وی ادا کړی، د قانون له مخې چلند ورسره وکړو.))
د خراسان پوهنتون د انجینرۍ پوهنځی استاد قریب الرحمن مشعل چې د سړک جوونې په برخه کې یې لوړې زده کړې کړی وایی، د پروژو لاس په لاس کېدل او د پیسو په بډه وهل د دې لامل کیږی، چې سړکونه په ټیټ کېفیت جوړ شی.
نوموړی زیاتوی، بیړه، ناسمې طرحې او ډیزاینونه، نیمګړی تړونونه او تدارکاتی سیستم، له بې کېفیته موادو څخه ګټه اخیستنه او له کادرونو څخه نه استفاده د دې لامل شوې، چې دغه برخه کې د زیاتره شرکتونو چارې تر پوښتنې لاندې راشی.
نوموړی د خپلو خبرو په دوام کې داسې وایی:
((له بده مرغه دا قرادادونه له یوه کسه بل ته او بیا له بل څخه همداسې نورو ته لاس په لاس کیږی. پای کې هغو شرکتونو ته په لاس ورشی، چې هېڅ وړ تخنیکی وسایل نه لری، انجینرانو یې مسلکی زده کړې نه وی کړی. د سړکونو ځینې برخې نمجنې وی، له ځمکې اوبه کشوی، د پروژې په تطبیق کې ورته پاملرنه نه کیږی، کریړ په سم ډول نه اچول کیږی یا سم ډک نه کړل شی، نو دغه مسایل بیا د دې لامل کیږی چې جوړ شوی سړکونه ډېر ژر بېرته له منځه لاړ شی.))
په ختیځ ولایت ننګرهار کې یوازې د سړک جوړونې چارې نه دی، چې د فساد او ټیټ کېفیت شتون له امله نیوکې پرې کیږی؛ بلکې په تېرو شلو کلونو کې د بیارغونې پر ډېری نورو چارو هم د غلا او فساد د شتون په تړاو شکایتونه شوی دی.
د ګهیځ دغې څېړنې سره هم مهاله شمشاد ټلوېزیون د یو راپور په خپرولو سره د جلال اباد ښاروال اباسین بهیر په میلیونونو افغانۍ فساد تورن کړ او د ښاروالۍ په ریاست کې یې د فساد شتون په اړه د سلو پاڼو اسنادو او شواهدو د ترلاسه کولو یادونه وکړه.
تر دې وړاندې بیا د جلال اباد ښاروالۍ پورې منصوب یو لېست هم په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېده، چې په کې د ښاروال اباسین بهیر له خوا یو شمېر مدنی فعالانو ته په بېلابېلو نومونو له دې امله د باج ورکولو لېست ترتیب شوی وو، چې د ښاروالۍ د مشر پر کړنو له نیوکو لاس په سر وی، خو خپله اباسین بهیر بیا دغه د فساد تورونه رد او یاد لېست یې جعلی او بې اساسه بللی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.