کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۷ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د عامې روغتیا وزارت وایی، کابل کې د جمهوریت روغتون په معیاری توګه رغوی، څو په نړیوالو معیارونو د خدمتونو وړاندې کولو ته چمتو شی.
د دغه وزارت ویاند ویلی، چې د یاد روغتون د ودانۍ پر بیارغونې سربېره به د یاد روغتون ټولې تشخیصیه او د درملنې څانګې په عصری طبی وسایلو او مسلکی پرسونلو سمبال کړی.
نوموړی زیاته کړې، چې دغې چارې ته یې له ۳ میلیاردو افغانیو ډېره بودیجه ځانګړې کړې ده، چې کاری او سمبالوونکې چارې به یې له شپږو میاشتو تر یوه کاله دوام وکړی.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ د جمهوریت روغتون د سرطان او هېموډیالېز څانګې به د کابل صدری ابن سینا روغتون ته لېږدول کیږی او نورې برخې به د کابل په علی جناح روغتون کې له همدغو روغتیایی پرسونلو سره خپل فعالیت ته دوام ورکوی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ