معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه /  جنوبي کوریا له افغانستان سره ۵ میلیونه ډالره مرسته وکړه

 جنوبي کوریا له افغانستان سره ۵ میلیونه ډالره مرسته وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP د افغانستان لپاره د جنوبي کوریا د ۵ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی.

یاد پروګرام په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې دغه مرسته به د هغو بېوزلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو لپاره ځانګړې شي، کومې چې د راتلونکي ژمي لپاره د خواړو ترلاسه کولو ډاډ نه لري.

د دوی په وینا د دې مرستې په چوکاټ کې به د میندو د ملاتړ لپاره مقوي غذاوې، د لومړنیو ښوونځیو ماشومانو لپاره خواړه او نور اړین بشري خدمات وړاندې شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د جنوبي کوریا له دې مرستې قدرداني کړی او ویلي یې دي، چې دا مرسته به د خوراکي اړتیاوو له امله د سختو ستونزو سره مخ افغانانو ته یو څه د هوساینې فرصت برابر کړي.

د بشري مرستو اړوند دغو مسوولینو په نړیوالې ټولنې هم غږ کړی، چې د افغانستان له بېوزلو کورنیو سره د مرستو بهیر جاري وساتي، څو د سختو اقتصادي شرایطو اغېزونه پرې راکم شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس