کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP د افغانستان لپاره د جنوبی کوریا د ۵ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړی.
یاد پروګرام په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلی، چې دغه مرسته به د هغو بېوزلو کورنیو د اړتیاوو پوره کولو لپاره ځانګړې شی، کومې چې د راتلونکی ژمی لپاره د خواړو ترلاسه کولو ډاډ نه لری.
د دوی په وینا د دې مرستې په چوکاټ کې به د میندو د ملاتړ لپاره مقوی غذاوې، د لومړنیو ښوونځیو ماشومانو لپاره خواړه او نور اړین بشری خدمات وړاندې شی.
د خوړو نړیوال پروګرام د جنوبی کوریا له دې مرستې قدردانی کړی او ویلی یې دی، چې دا مرسته به د خوراکی اړتیاوو له امله د سختو ستونزو سره مخ افغانانو ته یو څه د هوساینې فرصت برابر کړی.
د بشری مرستو اړوند دغو مسوولینو په نړیوالې ټولنې هم غږ کړی، چې د افغانستان له بېوزلو کورنیو سره د مرستو بهیر جاری وساتی، څو د سختو اقتصادی شرایطو اغېزونه پرې راکم شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ