جوزجان کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت روغتون جوړ شو

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې د جوزجان ولایت په قرقین ولسوالۍ کې د یوه معیاری روغتون د جوړېدو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

یاد وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې یاد روغتیایی مرکز د افغانستان د سرپرست حکومت له داخلی بودیجې څخه د عامې روغتیا وزرات له لوری د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوی، چې د دغه روغتیایی مرکز په مرسته به د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو روغتیایی ستونزې تر ډېره بریده حل شی.

 تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت چارواکو د هېواد ټولو سیمو ته د معیاری روغتیایی خدمتونو د رسولو ډاډ ورکړی و.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.