جګړه ځپلی افغانان او منحرف عیسیویت ته د هغوی د اړولو هڅې!!

د تېرې اونۍ په پای کې د افغانستان په جنوب لویدیځ ولایت غور کې د “نړیوال مرستندویه ماموریت” یا (IAM) په نامه د یوې نړیوالې مؤسسې دفتر یو شمېر بهرنی او افغان کارکوونکی د ځایی امنیتی ځواکونو له خوا منحرف مسیحیت ته د خلکو د اړولو په تور ونیول شول چې په اړه یې د غور د والی ویاند تأیید کړه چې د یادې مؤسسې ۲۱ تنه کارکونکی نیول شوی چې یوه امریکایی مېرمن او څو تنه نور بهرنی وګړی هم پکې شامل دی.
که څه هم نوموړې مؤسسه وایی چې په نیول شویو کسانو کې د دوی ۱۵ افغان او درې بهرنی کارکوونکی شامل دی چې ټول ۱۸ تنه کېږی او ټول کابل ته لېږدول شوی دی خو حکومتی چارواکی بیا آن د ۲۱ تنو د نیول کېدو خبره کوی.
د نیول شویو افردو په شمېر کې د مؤسسې او ځایی چارواکیو تر مینځ دا توپیر کېدای شی ځان ته لاملونه ولری، خو دمګړۍ هغه څه چې مهم دی، د دې مؤسسې د کارکونکوو نیول کېدل او د افغان حکومت له اړخه پر هغوی د عیسویت د تبلیغ او ترویج تور پورې کېدل دی او دا هغه موضوع ده چې د ډېرو پام یې ځان ته اړولی دی.
د “ای اې ایم” مؤسسه بیا وایی چې په افغانستان کې له ۱۹۶۶ کال راهیسې فعالیت لری او زیاتوی چې په افغانستان کې د خلکو د ژوند په بدلون او تقویت کې یې بنسټیز رول لوبولی دی. همدارنګه دوی دا ادعا هم کوی، چې یوازې په تېره یوه لسیزه کې یې له ۴.۲ میلیون تنو افغانانو سره مرسته کړې ده.
که څه هم د یادې مؤسسې پر کارکونکو لګیدلی تور او دا چې هغوی د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د خوارو او فقیرو وګړو تر مینځ د مسیحیت د منحرف دین لوری ته خلک وربلل، تر اوسه ندی ثابت شوی اما د قضیې قراینو ته په پاملرنې سره په موضوع کې شک هم نه لیدل کېږی.
د غور ولایت د افغانستان په جنوب لویدیځ کې یو لرې پرته او غرنۍ سیمه ده چې خلک یې هم د افغانستان د ګڼو نورو سیمو په څېر له فقر، نیستۍ او مرضونو څخه ځورېږی او بل خوا په ګرده نړۍ کې د عیسیویت د منحرف آیین د مبلغینو ډلو او د هغوی کړنو ته چې ځیر شو نو دا ډول بېلګې د نړۍ په هر ګوټ او په تېره بیا په افریقایی مظلومو او خوارو ولسونو کې ډېرې زیاتې لیدل کېږی. ځکه پدې کې هم شک نشته چې دغه مؤسسه دې هم د ځایی اوسېدونکو د فقر، کم سوادۍ او نورو ګڼو ناخوالو څخه په استفادې، هلته د عیسویت منحرف دین ته د خلکو په بلنه مشغوله وی.
بله موضوع چې پدې اړه د خلکو شک او اندېښنې زیاتوی دا هم ده چې دوه کاله وړاندې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په آګسټ کې هغه وخت چې له افغانستانه یرغلګر امریکایی پوځیان ووتل نو لدوی سره جوخت دلته په هر نامه مېشت امریکایی
ملکی وګړی او آن ورسره د نورو لویدیځو ملکونو وګړی او د مؤسساتو کارکونکی هم ووتل او په دومره لرې پراته ولایت کې خو د امریکایی وګړو د شتون تصور هم نه کېږی.
بل خوا په تېر کې هم دا ثابته شوې چې امریکایی او نورو لویدیځوالو مؤسسو چې په ظاهره یې په خوار او جګړه ځپلی افغانستان کې مرستندویه او خیریه فعالیتونه درلودل، د پردې شاته د عیسویت منحرف دین ته خلک وربلل او تبشیری فعالیتونه یې پرمخ وړل.
په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت په تېر دور کې د “شلتر نو” په نامه یوې لویدیزځوالې مؤسسې فعالیت چې دلته یې په ظاهره بې کوره او جګړه ځپلیو وګړو ته د سرپناه غمه کوله خو د پردې شا ته د عیسیویت تبلیغ کاوه د دې شومو موخو ښه بېلګه ده. هغه وخت هم د یادې مؤسسې کارکونکی ونیول شول او د محاکمې میز ته راښکل شول اما متأسفانه پر افغانستان د امریکا مستقیم پوځی یرغل او دلته د نظام بدلون، هغه پېښه او د یادې مؤسسې دوسیه تر خپلو وړانګو لاندې پټه کړه او هرڅه هېر شول.
وروسته بیا په تېر څه باندې شل کاله جمهوریت کې چې دلته امریکا او اروپا نېغ په نېغه ملکی او پوځی حضور درلود او په څنګ کې یې ګڼې لویدیځوالې مؤسسې او انجیو ګانې هم فعالې وی، چې د خپلو هېوادونو د درانه پوځی او ملکی حضور تر تور سیوری لاندې یې دلته د عیسیویت پر تبلیغ سربېره هر هغه څه ترسره کول چې زړه یې وو.
دې ټولو ته په کتو پدې کې هېڅ د شک ځای نه ګڼل کېږی چې دا ځل به هم د “نړیوال مرستندویه ماموریت” تر پوښښ لاندې د اسلام او افغانستان قسم خوړلیو دښمنانو د پردې شا ته د منحرف عیسیویت دین ته د بې وزلو او جګړه ځپلیو افغانانو د اړولو هڅې روانې کړې وې او د “مرستې” تر خواږه پوښښ لاندې به خوارو او جګړه ځپلیو افغانانو ته د زهرو ورکولو هڅه کوی.
اوس نو دې ټولو ته په پاملرنې سره په کار ده چې نه یوازې د دې پېښې او دې مؤسسې کره او بې پرې څېړنه وشی، بلکې چارواکی پدې اړه باید پوره پاملرنه وکړی چې نور دا ډول بنسټونه او سازمانونه هم د افغانانو له فقر او جګړه ځپلی حالت څخه د خپلو شومو موخو لپاره ناوړه ګټه وانخلی. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/profile.php?id=61550054700162

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.