حامد کرزی خېبر کې د قومی جرګې له پرېکړه لیکه ملاتړ وکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی په خېبر کې د پښتنو د سترې قومی جرګې پر بریالی جوړېدو خوښی ښودلې او په سیمه کې یې د ستونزو د هوارولو لپاره نیک او اغېزناک ګام بللی.

د حامد کرزی له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې نوموړی د دې قومی جرګې له پرېکړه لیکه خپل کلک ملاتړ اعلانوی.

کرزی د جرګې د هغه غږ چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو لپاره وشوه ستاینه او قدردانی وکړ.

نوموړی ویلی، جرګه یو ارزښتناک تاریخی دود دوی او د ستونزو د حل لپاره موثره لاره ده.

کرزی ویلی، د خېبر په جرګه کې د ښځو پراخ گډون او د زده کړو پر ارزښت د ټولو ټینګار دا ښیی چې په سیمه کې مېشت خلک د امن او متمدن ژوندانه غوښتونکی دی.

هغه د سیمې د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو او د دې جرګې د جوړولو لپاره د منظور پښتین د نه ستړې کېدونکو هلو ځلو او ولسونو له ګډون څخه مننه هم کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.