حامد کرزی پر پکتیکا د پاکستان توغندویی بریدونه وغندل

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۷ مه نېټه):
د رسنیو د راپورونو له مخې د پکتیکا پۀ برمل ولسوالۍ پاکستانی لوری توغندیز بریدونه ترسره کړی دی.
کۀ څه هم سرپرست افغان حکومت تر دا دمه په دې اړه څه نه دی ویلی، خو د بریدونو دغه ادعا پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم تایید کړې او دغه عمل یې غندلی دی.
کرزی پر خپل ټویټر لیکلی، دا برید د افغانستان پر خاوره د پاکستان له لوری ښکاره تېری او د ټولو نړیوالو اصولو خلاف کار دی.
نوموړی له پاکستانه غوښتی چې د افغانستان پر وړاندې خپل سیاست بدل کړی او د افراطیت پالنې پر ځای دې له افغانستان سره ښه اړیکې وپالی.
پاکستانی ځواکونه له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو بریدونه کوی چې له امله یې ګڼ شمېر خلکو ته مالی او ځانی زیانونه اوښتی او سلګونه کورنۍ یې له امله بې ځایه شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.