حامد کرزی په ترکیه کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلی

انقره- ګهیځ نیوز( د لیندۍ ۲۹مه ۱۴۰۱):
پخوانی ولسمشر حامد کرزی او ورسره پلاوی یې په ترکیه کې دخپلو لیدنو کتنو په لړ کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره کتلی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلی اوغلو تر دې کتنې وروسته ویلی دی چې په افغانستان د ثبات له ټینګښت څخه به د ترکیې ملاتړ به دوام وکړی.
دا لیدنه کتنه پرون دوشنبه په پلازمېنه انقره کې ترسره شوې چې د رسنیزو راپورونو له مخې د افغانستان سیاسی او نظامی وضعیت پکې تر بحث لاندی راغلی دی.
د یادونې وړ ده چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی تر نژدې ۱۶ میاشتو وروسته له کابل څخه د بهر تګ اجازه تر لاسه کړای شوه چې له هېواده تر وتلو سمدستی وروسته یې لومړۍ په عربی متحده اماراتو کې له پخوانی ولسمشر اشرف غنی سره وکتل او تر هغې وروسته جرمنی ته ولاړ.
بل اړخ ته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وزیر چاووش اوغلو تر دې لیدنې وروسته پر ټویټر د افغانستان له خلکو سره یووالی څرګند کړ او ویې لیکل چې د افغانستان له ثبات څخه د ده د هېواد ملاتړ به دوام وکړی.
دا په داسې حال کې ده چې ترکیې هم د نړۍ د یو شمېر نورو هېوادو په څېر د افغانستان نوی حکومت تراوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.
د رسنیو د راپورونو له مخې حامد کرزی تر دې وړاندې په ترکیه کې له دوه افغان هزاره توکمو سیاسی مشرانو عبدالکریم خلیلی او محمد محقق سره هم کتلی و او د رسنیو له مخې ښاغلی کرزی له دوی دواړو سره د هېواد د روانو حالاتو په اړه خبرې کړې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.