ګهیځ: نن شنبه (د مرغومی ۴مه) پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایی، په تېر کې ټولو ښکېلو لورو ظلمونه کړی، خو اوس د دې وخت دی، چې طالبان د یو واقعیت په توګه ومنل شی او نړۍ ورسره راشه درشه ولری.
حامد کرزی له سی اېن اېن سره په مرکه کې ویلی دا چې تېرو وختونو کې ټولو لورو عام افغانان ځورولی نو له همدې امله یې هم پخوا او هم اوس طالبانو ته د وروڼو خطاب کوی، څو افغانان نور د پردیو جګړو قربانی نه شی.
نوموړی وایی اوسمهال دی او ډاکټر عبدالله عبدالله، د اسلامی امارت له چارواکو سره لیدنې کتنې کوی. د کرزی په وینا، د دې وخت را رسېدلی دی چې طالبان هم له هغو افغانانو سره اړیکې ونیسی چې د مختلفو دلایلو پر بنسټ له هیواده وتلی دی.
کرزی ویلی نړیواله ټولنه دې داسلامی امارت له چارواکو سره کار وکړی تر څو د میلیونونو خلکو د لوږې مخنیوی وشی.
هغه زیاته کړې، نړیواله ټولنه باید له اړمنو افغانانو سره مرستو ته لومړیتوب ورکړی او بې باورۍ ته د پای ټکی کېږدی.
گهیځ