حـ ـماس د فلسطینی بندیانو په آزادۍ کې ځنډ د اوربند ښکاره سرغړونه بللې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۶ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حـ ـماس جـ ـهادی غـ ـورځنګ د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وروستۍ پرېکړې ته توند غبرګون ښودلی، چې له مخې یې د فلسطینی بندیانو خوشی کېدل ځنډولی دی.

 حماس دا پرېکړه د اوربند د تړون د ګډوډولو هڅه او ښکاره سرغړونه بللې ده.

الجزیرې ټلوېزیون د حـ ـماس اعلامیه خپره کړې، چې په کې ویل شوی، نېواکګر اسراییل د فلسطینی بندیانو د خوشې کېدو ځنډول د شوې هوکړې څخه تېښته ده او دا یو قصدی عمل دی، چې د فلسطین د مقاومت اراده نه شی کمزورې کولی.

حماس د اسراییلی لوری هغه ادعاوې چې ګواکې د بندیانو د تبادلې پر مهال سپکاوی کیږی، بې‌بنسټه او له حقیقته لرې بللې ده.

 اعلامیې زیاته کړې، دا ډول ناسمې ادعاوې یوازې کمزورې پلمې دی، چې د تړون له ژمنو تېښته په کې پټه ده.

حماس پر منځګړو هېوادونو او نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې پر اسراییل فشار راوړی، څو له هر ډول ځنډ پرته د اوربند له مخې فلسطینی بندیان خوشې کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې د اوربند په لومړی پړاو کې حماس د ۷مې تبادلې پر مهال ۶ اسراییلی بندیان سره صلیب ته وسپارل، خو د نتانیاهو دفتر د شاوخوا ۶۰۰ فلسطینی بندیانو خوشی کول د بې‌ بنسټه ادعاوو له امله تر نامعلوم وخت پورې وځنډول.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.