حـ ـماس د محمد الضیف او نورو مهمو قومندانانو شهادت تایید کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د حـ ـماس نظامی څانګې عزالدین القسام تایید کړې، چې محمد الضیف د القسام عمومی قومندان د وروستی جنګ پر مهال شهید شوی دی.

د القسام ویاند ابو عبیده په رسمی بیان کې وویل، چې الضیف له یو شمېر نورو قومندانانو سره د اسراییلی بریدونو په پایله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

په شهیدانو کې مروان عیسی، غازی ابو طماعه (ابو موسی)، راید ثابت، رافع سلامه (ابو محمد)، احمد الغندور (ابو انس)، ایمن نوفل (ابو احمد) شامل دی، چې هر یو یې د القسام په نظامی جوړښت کې مهم مسوولیتونه درلودل.

محمد الضیف د ۱۹۶۵ ز کال د غزې په خان‌ یونس کمپ کې زېږېدلی و او د غزې اسلامی پوهنتون کې یې د بیولوژی زده کړې کړې وې.

هغه د حماس نظامی ځواک مهم قومندان و، چې د الاقصی طوفان عملیاتو له اساسی طراحانو څخه ګڼل کېده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.