کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې حـ ـماس جهادی غورځنګ پر فلسطینی مسلمانانو غږ کړی، چې د روژې مبارکې میاشتې فرضی او نفلی عبادتونه دې په مسجد الاقصى کې ترسره کړی، څو د خپل ایمانی پیاوړتیا او ملی یووالی مظاهره وکړی.
حـ ـماس په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلی، د مسجد الاقصى د ساتنې لپاره د فلسطینیانو حضور نه یوازې دینی مسؤولیت دی؛ بلکې دا به د صهیونیستی رژیم د فشارونو پر وړاندې د فلسطینی ولس استقامت نور هم غښتلی کړی.
دا سپارښتنه وروسته له هغې شوې، چې د صهیونیستی رژیم امنیتی بنسټونو فلسطینیانو ته ګوت څنډنه کړې، چې د روژې پر مهال دې مسجد الاقصى ته نه ورځی.
دا ګواښونه د فلسطینیانو غبرګونونه راپارولی، او ګڼ شمېر خلکو ټینگار کړی، چې د صهیونیستی محدودیتونو پروا به ونه کړی او د الاقصى مسجد ساتنې ته به دوام ورکړی.
حـ ـماس په دې اعلامیه کې نړیوال اسلامی امت ته هم بلنه ورکړې، چې د فلسطین مظلوم ولس ملاتړ وکړی او د الاقصى د آزادۍ لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ