معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / حـ.ـماس پر اسـ.ـراییلو تازه تـ.ـوغندیز بـ.ـریدونه کړي

حـ.ـماس پر اسـ.ـراییلو تازه تـ.ـوغندیز بـ.ـریدونه کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۷مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د حـ.ـماس له لوري توغول شوي تازه توغـ.ـندي د تل‌ابیب په هرتزلیا ښار کې لګېدلي دي.

اسـ.ـراییلي چارواکو هم تایید کړې، چې لږ تر لږه اته توغـ.ـندي د دوی پر خاوره لګېدلي دي.

اسوشېټېډ پرېس اژانس هم په تل‌ابیب کې د خطر د زنګونو ویډیوګانې خپرې کړي، چې ورسره خلک ځانونه خوندي سیمو ته رسوي.

همدا راز د یوه راکټ د لګېدو په نتیجه کې د یوې ودانۍ تخریب شوې برخه هم ښکاري.

پر تل‌ ابیب د میزایلو تر لګېدو وروسته د اسـ.ـراییلو هوايي چلند سازمان خبر ورکړی، چې الوتنې یې له خنډ سره مخ شوي دي.

دا په تېرو څلورو میاشتو کې لومړی ځل دی، چې پر اسـ.ـراییلو تـ.ـوغندیز برید کیږي.

د دغه برید مسوولیت حمـ.ـاس جنګیالیو منلی او یادونه یې کړې، چې دا یې د هغو ۳۶ زره بې دفاع فلسطیني وګړو د وژلو په بدل کې کړی، چې د اسـ.ـراییلي اشغالګرو په روانو بریدونو کې په بې رحمانه ډول وژل شوي دي.

حـ.ـمـ.ـاس دغه توغندي په داسې مهال اسـ.ـراییلو باندې توغولي، چې د اوربند هڅو سره – سره اسراییلي اشغالګرو په غزه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس