کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د حـ.ـماس له لوری توغول شوی تازه توغـ.ـندی د تلابیب په هرتزلیا ښار کې لګېدلی دی.
اسـ.ـراییلی چارواکو هم تایید کړې، چې لږ تر لږه اته توغـ.ـندی د دوی پر خاوره لګېدلی دی.
اسوشېټېډ پرېس اژانس هم په تلابیب کې د خطر د زنګونو ویډیوګانې خپرې کړی، چې ورسره خلک ځانونه خوندی سیمو ته رسوی.
همدا راز د یوه راکټ د لګېدو په نتیجه کې د یوې ودانۍ تخریب شوې برخه هم ښکاری.
پر تل ابیب د میزایلو تر لګېدو وروسته د اسـ.ـراییلو هوایی چلند سازمان خبر ورکړی، چې الوتنې یې له خنډ سره مخ شوی دی.
دا په تېرو څلورو میاشتو کې لومړی ځل دی، چې پر اسـ.ـراییلو تـ.ـوغندیز برید کیږی.
د دغه برید مسوولیت حمـ.ـاس جنګیالیو منلی او یادونه یې کړې، چې دا یې د هغو ۳۶ زره بې دفاع فلسطینی وګړو د وژلو په بدل کې کړی، چې د اسـ.ـراییلی اشغالګرو په روانو بریدونو کې په بې رحمانه ډول وژل شوی دی.
حـ.ـمـ.ـاس دغه توغندی په داسې مهال اسـ.ـراییلو باندې توغولی، چې د اوربند هڅو سره – سره اسراییلی اشغالګرو په غزه کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ