حـ.ماس غزه کې د اسراییلی لوړ پوړی نظامی چارواکی د وژلو خبر ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزې جبالیا سیمه کې د حماس جهادی غورځنګ پوځی څانګې القـ.ـسام ځواکونو د اسراییلی اشغالګرو د ۴۰۱ پوځی لوا مشر په سنایپر په نښه کړی او له منځه یې وړی دی.

د اسراییلو ۱۲ تلوېزیون د اسراییلو دفاع وزارت په حواله د دې خبر تایید کړی او ویلی یې دی، چې غزه کې د اسراییلو لوړپوړی نظامی چارواکی وژل شوی دی.

۴۰۱ پوځی لوا د اسراییلی اشغالګرو هغه څانګه ده، چې د ټانکونو او شوبلو مسوولیت په غاړه لری او د روانې جګړې په لړ کې مهمه لوا بلل کیږی.

پر غزې د اسراییلی اشغالګرو د تېر یو کلن یرغل راهیسې دا لومړی ځل دی، چې د اسراییلو تر ټولو لوړ رتبه پوځی چارواکی په غزه کې د مجاهدینو لخوا له منځه وړل کیږی.

دا پېښه د غزې تراړې شمال لوری ته جبالیا سیمه کې رامنځته شوې، چې د درې اونیو راهیسې اسراییلی اشغالګرو دغه سیمه تر محاصرې او بمبار لاندې نیولې، څو خلک کوچېدو ته اړ کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.