حقانی: د سر خلاصو څاه ګانو له مالکانو سره به قانونی چلند و شی

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان درېیمه او د سپټمبر ۲۵مه ده) د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقانی یو ځل بیا د اوبو څاه ګانو د سرونو پټولو غوښتنه کړې او ویلی یې دی چې د بې سرپوښه څاه ګانو مالکان به قانونی محاکمې ته کش کړی شی.

ښاغلی حقانی تېره ورځ ناوخته (د تلې دوهمه) په یوه ویډیویی پیغام کې د والیانو او ولسوالانو ته لارښوونه کړې، چې د سیمې اوسېدونکو ته د څاه ګانو سرونو پټولو سپارښتنه وکړی.

د کورنیو چارو زوارت ویاند عبدالنافع ټکور وایی، سرپرست وزیر ویلی هغه کسان چې د خپلو څاه ګانو د پټولو وس نه لری، دغه وزارت ته دې ووایی څو مرسته ور سره وکړی.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اونۍ په وروستیو کې په پرلپسې ډول دوه کوچنیان او یوه ښځه د هلمند په بېلا بېلو سیمو کې څاه ته و غورځېدل. د دوی له ډلې ښځه ژوندۍ و ژغورل شوه او دوه کوچنیانو خپل ژوند له لاسه ور کړ.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.