ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د چنګاښ/سرطان میاشتې ۲۸مه او د جولای ۱۹مه نېټه ده) د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقانی په خوست ولایت کې محصلینو ته ویلی چې له سیاست څخه ځان خبر کړی خو د بل چا د سیاست لپاره ځان و نه ګماری، ځکه پوهنتون د جنګ نه؛ بلکې د علم ډګر دی.
حقانی خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د شیخ زاید پوهنتون محصلینو ته په وینا کې ویلی چې په اخلاص سره د خپل هېواد په ابادۍ او سوکالۍ کې برخه واخلی.
نوموړی د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې بهرنۍ کړۍ شر خوښوی او غواړی د افغانستان تعلیمی او علمی مرکزونه کمزوری کړی، د علمی کادرونو ترمنځ نفاق واچوی، خو په خبره یې ا.ا او افغانان باید پام وکړی او له هر څه وړاندې اسلامی او ملی ارزښتونو ته لومړیتوب ورکړی.
ښاغلی حقانی وایی، د هېواد نوی او راتلونکی نسل باید په ملی او اسلامی روحیه وروزل شی او چاته اجازه ور نه کړل شی، چې تعلیمی مرکزونو ته ورانکاری خلک ننباسی او د هېواد ارزښتمن بنسټونه وګواښی.
گهیځ