کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو عربی رسنیو راپور ورکړی، د حماس جـ ـهادی غـ ـورځنګ د اسراییلی اشغالګرو پر وړاندې اوږده مبارزه کې تاریخی بریا ترلاسه کړه.
غزه کې د ۱۵ میاشتو جګړې او وحشتونو وروسته بالاخره اسراییلی اشغالګرو د حـ ـماس جـ ـهادی غـ ـورځنګ غوښتنو او شرطونو ته غاړه کېښوده او د جګړې درولو، غزې څخه تېښتې او بندیانو تبادلې غوښتنې یې ومنلې.
د اسرائیلی اشغالګرو له لوری د دې شرطونو منلو خبر الجزیرې تلوېزیون او د اسراییلو ۱۲ خبری چېنل خپور کړی دی.
د خبر پربنسټ نن ورځ به د اسراییلو حکومت په رسمی ډول خپله موافقه د قطر حکومت ته وسپاری.
د چارو څارونکی وایی، حماس جـ ـهادی غـ ـورځنګ د خپلو قربانیو پرمټ وکولای شول، چې د اشغالګرو د پرمختللو وسلو او ټکنالوژۍ سره – سره خپلې مبارزې ته دوام ورکړی او د آزادۍ ډیوه ژوندۍ وساتی.
بل لور د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټونی بلینکن هم اعتراف کړی، چې د حـ ـماس ماتول ناشونی دی او مبارزه یې ورځ تر بلې پیاوړې کیږی.
د چارو څارونکو وایی، د غزې جګړې نړۍ ته وښوده، چې د حق لپاره مبارزه او د ملتونو قوی اراده د هر ډول ظلم او اشغال پر وړاندې بریالۍ کېدای شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ