معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / حماس د فلسطین په اړه د ملګرو ملتونو له اقدامه هرکلی کړی

حماس د فلسطین په اړه د ملګرو ملتونو له اقدامه هرکلی کړی

یکشنبه، د لړم ۲۲مه
کابل/ګهیځ: حماس د ملګرو ملتونو د هغې اقدام هرکلى وکړ چې د عدالت له نړيوالې محکمې څخه د اسراییلي رژیم لخوا د فلسطيني ځمکو د اشغال په اړه بېړني نظر ورکولو غوښتنه په کې شوې.
د حماس د سیاسي دفتر غړي عزت الرشق په یوه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو دا ګام ستایلی او د فلسطین له حکومته یې غوښتي، چې په دې برخه کې د خپلو ډیپلماټیکو هلو ځلو ته ادامه ورکړي.
هغه ویلي: «دا پرېکړه یوه مهم ګام او ارزښتناکه لاسته راوړنه ده، چې د فلسطین د خلکو د حقونو او ملي ارمان لپاره ګټور تمامېدی شي».
د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ځانګړې سیاسي کمیټې پرون (د لړم ۲۱مه) د یوه داسې پریکړه لیک مسودې ته رایه ورکړه چې له ۱۹۶۷ کال وروسته د فلسطینیانو د ردولو او د هغوی د خپلواکۍ له حق څخه د سرغړونې د قانوني پایلو په اړه د عدالت له نړیوالې محکمې څخه د بیړني نظر غوښتنه کوي.
دا لایحه د ۱۹۶۷ کال راهیسې د فلسطین د ځمکو د اوږدمهاله اشغال، میشتېدنې او یوځایوالي، همدارنګه د بیت المقدس د نفوس، طبیعت او حیثیت د بدلولو، د تبعیضي قوانینو تصویب او د فلسطینیانو د خپلواکۍ له حق څخه د سرغړونې په موخه پر اقداماتو ټینګار کوي. ”
یادې کمیټې دغه راز غوښتي چې محکمه دې په اشغال شویو سمیو د اسرائیلي سیاستونو او کړنو د اغېز په څرنګوالي، قانوني حیثیت او د ټولو حکومتونو او ملګرو ملتونو لپاره د دې وضعیت د قانوني پایلو په اړه نظر ورکړي.
د یادولو وړ ده چې د عدالت غوښتنې نړیوالې محکمې په ۲۰۰۴ کال کې د ملګرو ملتونو د عالي قضایي ارګان په توګه اعلان وکړ چې د اسراییلو لخوا د فلسطین په اشغال شوو سیمو کې جوړ شوی دیوال د نړیوالو قوانینو خلاف چاره ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس