یکشنبه، د لړم ۲۲مه
کابل/ګهیځ: حماس د ملګرو ملتونو د هغې اقدام هرکلى وکړ چې د عدالت له نړیوالې محکمې څخه د اسراییلی رژیم لخوا د فلسطینی ځمکو د اشغال په اړه بېړنی نظر ورکولو غوښتنه په کې شوې.
د حماس د سیاسی دفتر غړی عزت الرشق په یوه خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو دا ګام ستایلی او د فلسطین له حکومته یې غوښتی، چې په دې برخه کې د خپلو ډیپلماټیکو هلو ځلو ته ادامه ورکړی.
هغه ویلی: «دا پرېکړه یوه مهم ګام او ارزښتناکه لاسته راوړنه ده، چې د فلسطین د خلکو د حقونو او ملی ارمان لپاره ګټور تمامېدی شی».
د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلې ځانګړې سیاسی کمیټې پرون (د لړم ۲۱مه) د یوه داسې پریکړه لیک مسودې ته رایه ورکړه چې له ۱۹۶۷ کال وروسته د فلسطینیانو د ردولو او د هغوی د خپلواکۍ له حق څخه د سرغړونې د قانونی پایلو په اړه د عدالت له نړیوالې محکمې څخه د بیړنی نظر غوښتنه کوی.
دا لایحه د ۱۹۶۷ کال راهیسې د فلسطین د ځمکو د اوږدمهاله اشغال، میشتېدنې او یوځایوالی، همدارنګه د بیت المقدس د نفوس، طبیعت او حیثیت د بدلولو، د تبعیضی قوانینو تصویب او د فلسطینیانو د خپلواکۍ له حق څخه د سرغړونې په موخه پر اقداماتو ټینګار کوی. ”
یادې کمیټې دغه راز غوښتی چې محکمه دې په اشغال شویو سمیو د اسرائیلی سیاستونو او کړنو د اغېز په څرنګوالی، قانونی حیثیت او د ټولو حکومتونو او ملګرو ملتونو لپاره د دې وضعیت د قانونی پایلو په اړه نظر ورکړی.
د یادولو وړ ده چې د عدالت غوښتنې نړیوالې محکمې په ۲۰۰۴ کال کې د ملګرو ملتونو د عالی قضایی ارګان په توګه اعلان وکړ چې د اسراییلو لخوا د فلسطین په اشغال شوو سیمو کې جوړ شوی دیوال د نړیوالو قوانینو خلاف چاره ده.
گهیځ