کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې حمـ ـاس جـ ـهادی غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی، چې د یوه امریکایی – اسراییلی او د څلور نورو بندیانو د جسدونو د آزادۍ لپاره یې د منځګړو وړاندیز منلی دی.
که څه هم حماس د یاد وګړی د خلاصون کره نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو ویلی یې دی چې نوموړی ادیان الکساندر نومیږی.
د حماس دغه اعلان په داسې حال کې شوی، چې دا مهال په دوحه کې د حماس او اشغالګر اسراییلو ترمنځ د اوربند د دوهم پړاو د ټینګېدو خبرې روانې دی.
یادونې وړ ده، چې د دواړو لوریو ترمنځ د اوربند لومړی پړاو د جنورۍ په ۱۹مه پیل شو او دوه اوونۍ وړاندې پای ته ورسېد.
د اوربند په لومړی پړاو کې حماس د شاوخوا ۲ زره فلسطینیانو په بدل کې ۳۳ اسراییلی بندیان خوشی کړی وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ