معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / حماس په خپلو بریدونو کې ۲۵۰ اسرایلیان وژلي او تر زرو ډېر یې ټپیان کړي

حماس په خپلو بریدونو کې ۲۵۰ اسرایلیان وژلي او تر زرو ډېر یې ټپیان کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې اسراییل وايي، چې د دوی پر خاوره د فلسطیني وسلوالو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵۰ اسرایلیان وژل شوي او تر زرو زیات نور ټپیان دي.
حماس غورځنګ له غزې تراړې پر اسراییل سلګونه توغندي توغولي او هم مهاله یې لسګونه وسلوال په ناڅاپي ډول د اسراییلو سویلي سیمو ته ننوتي دي.
راپورونه وایي، چې دغو وسلوالو هلته ګڼ شمېر اسراییلي عسکر وژلي او لسګونه نور یې چې ویل کیږي پوځيان او لوړ پوري افسران په کې شامل دي، یرغمل نیول شوي دي.
اسراییلي ځواکونو په ځواب کې پر غزې تراړې درانه هوايي ګوزارونه کړي، چې د فلسطیني چارواکو په وینا تر ۲۳۰ کسان په کې وژل شوي دي.
حماس وسلواله ډله وايي، پر اسراییلو برید کې یې ګڼ شمېر اسرایيلي سرتیري ژوندي نیولي دي، چې ځینې لوړ پوړي افسران هم په کې شامل دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس