کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۱۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې اسراییل وایی، چې د دوی پر خاوره د فلسطینی وسلوالو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۵۰ اسرایلیان وژل شوی او تر زرو زیات نور ټپیان دی.
حماس غورځنګ له غزې تراړې پر اسراییل سلګونه توغندی توغولی او هم مهاله یې لسګونه وسلوال په ناڅاپی ډول د اسراییلو سویلی سیمو ته ننوتی دی.
راپورونه وایی، چې دغو وسلوالو هلته ګڼ شمېر اسراییلی عسکر وژلی او لسګونه نور یې چې ویل کیږی پوځیان او لوړ پوری افسران په کې شامل دی، یرغمل نیول شوی دی.
اسراییلی ځواکونو په ځواب کې پر غزې تراړې درانه هوایی ګوزارونه کړی، چې د فلسطینی چارواکو په وینا تر ۲۳۰ کسان په کې وژل شوی دی.
حماس وسلواله ډله وایی، پر اسراییلو برید کې یې ګڼ شمېر اسراییلی سرتیری ژوندی نیولی دی، چې ځینې لوړ پوړی افسران هم په کې شامل دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ