کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۷ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د یمن د حوثی ځواکونو ویاند یحیی سریح په یوه بیانیه کې ویلی، چې د امریکا او برېټانیا له لوری پر یمن د تاوتریخوالی په زیاتېدو سره به دوی هم په عرب او سور سمندرونو کې په ډېر غور پوځی امکاناتو سره ځواب ورکړی.
نوموړی ویلی، ځواکونو یې د امریکا یوه نفتی بېړۍ په عدن خلیج کې د توغندی په واسطه په نښه کړې او دغه راز یې په سور سمندر کې هم د امریکا یو شمېر جنګی بېړۍ په خپلو بې پیلوټه الوتکو په نښه کړې دی.
په ورته مهال د امریکا مرکزی قومندانۍ یا سینټکام تېر ماښام په یوه خبرپاڼه کې ویلی، تر هغو به یې پر یمن بریدونه دوام ولری، چې حوثی ځواکونه په سور سمندر او عرب خلیج کې په تجارتی بېړیو بریدونه نه وی درولی.
د امریکا د مرکزی قومندانۍ د خبرپاڼې په اساس ځواکونو یې د بریټانیا، استرالیا، کانادا، ډنمارک، هالند او نیوزلند هوایی ځواکونو په ملاتړ د حوثی ځواکونو هغه مرکزونه په نښه کړی، چې په سور سمندر کې یې ور څخه د بېړیو په نښه کولو لپاره استفاده کوله.
حوثی ځواکونو د اوکتوبر له میاشتې راهیسې ۴۵ ځلې د امریکا او نورو هغو هېوادونو په کښتیو بریدونه کړی، چې په غزه کې د اسراییلو د جګړې ملاتړ کوی او ګواښ یې کړی، چې د باب المندب تنګی به په بشپړ ډول د هر ډول تګ – راتګ پر مخ وتړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ