کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې د یمن حوثي ځواکونو له لوري په نښه شویو بېړیو کې یوه یې د سعودي عربستان او بله هغه د پاناما هېواد پورې اړوند ده.
دا تېل وړوونکې بېړۍ د بلاستیک توغندیو او بې پېلوټه الوتکې له لورې په نښه شوي دي.
له سنټکام په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه بېړۍ چې یوې یې د امجد په نوم د سعودي عربستان او دوهمې یې د تالاب آبي یو په نوم د پاناما بېرغونه درلودل، په نښه شوي دي.
رویټرز خبري آژانس ویلي، چې د سعودي بېرغ لرونکې بېړۍ په یو وخت د دوه ملیونه بیلرو تیلو د لېږد ظرفیت لري.
د یمن حوثي ځواکونو د دغه بریدونو د مسؤولیت په منلو سره ټینګار کړی، چې دوی دا بریدونه د فلسطین له خلکو څخه د ملاتړ په موخه ترسره کړي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/