کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا مرکزی قومندانۍ ویلی، چې د یمن حوثی ځواکونو له لوری په نښه شویو بېړیو کې یوه یې د سعودی عربستان او بله هغه د پاناما هېواد پورې اړوند ده.
دا تېل وړوونکې بېړۍ د بلاستیک توغندیو او بې پېلوټه الوتکې له لورې په نښه شوی دی.
له سنټکام په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، دغه بېړۍ چې یوې یې د امجد په نوم د سعودی عربستان او دوهمې یې د تالاب آبی یو په نوم د پاناما بېرغونه درلودل، په نښه شوی دی.
رویټرز خبری آژانس ویلی، چې د سعودی بېرغ لرونکې بېړۍ په یو وخت د دوه ملیونه بیلرو تیلو د لېږد ظرفیت لری.
د یمن حوثی ځواکونو د دغه بریدونو د مسؤولیت په منلو سره ټینګار کړی، چې دوی دا بریدونه د فلسطین له خلکو څخه د ملاتړ په موخه ترسره کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ