کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا مرکزي قومنداني یا سینټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یمن حوثي ځواکونو یو وار بیا په سور سمندر کې د دوی په سوداګریزو کښتیو د بالستیک توغندیو په واسطه بریدونه کړي.
د سینټکام له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې برید کې د پاناما بیرغ لرونکې د ایټالیا یوې نفتي بېړۍ ته زیان رسېدلی دی.
په ورته مهال ځینو بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چې حوثي ځواکونو د غزې د جګړې په غبرګون کې د تېر ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۱۹ راهیسې تر ۱۰۰ زیات د امریکا او اسراییلو او د اسرائیلو د نورو ملاتړو هېوادونو په سوداګریزو کښتیو بریدونه کړي.
د یمن حوثي ځواکونو له دې وړاندې خبرداری ورکړی، چې په سور سمندر کې به د اسراییلو او د اسراییلو د ملاتړ هېوادونو هېڅ یوې کښتۍ ته په غزې تړانګه کې د اسراییلو د روان وحشت له امله د تیرېدو اجازه ورنه کړي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/