کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا مرکزی قومندانی یا سینټکام په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د یمن حوثی ځواکونو یو وار بیا په سور سمندر کې د دوی په سوداګریزو کښتیو د بالستیک توغندیو په واسطه بریدونه کړی.
د سینټکام له لوری په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې په دې برید کې د پاناما بیرغ لرونکې د ایټالیا یوې نفتی بېړۍ ته زیان رسېدلی دی.
په ورته مهال ځینو بهرنیو رسنیو خبر ورکړی، چې حوثی ځواکونو د غزې د جګړې په غبرګون کې د تېر ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۱۹ راهیسې تر ۱۰۰ زیات د امریکا او اسراییلو او د اسرائیلو د نورو ملاتړو هېوادونو په سوداګریزو کښتیو بریدونه کړی.
د یمن حوثی ځواکونو له دې وړاندې خبرداری ورکړی، چې په سور سمندر کې به د اسراییلو او د اسراییلو د ملاتړ هېوادونو هېڅ یوې کښتۍ ته په غزې تړانګه کې د اسراییلو د روان وحشت له امله د تیرېدو اجازه ورنه کړی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ