ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د زمری/اسد ۲۵مه او د اګسټ میاشتې ۱۶مه نېټه ده) د حزب اسلامی ګوند مشر ګلبدین حکمتیار په یوه ځانکړې مرکه کې ټینګار کړی، چې له شپږم ټولګی پورته نجونو ته دې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړل شی.
هغه ویلی، چې تعلیم یو خدای ورکړی حق دی او افغانې نجونې باید اجازه ترلاسه کړی چې ښوونځیو ته لاړې شی.
ښاغلی حکمتیار منی چې د ا.ا په نظام کې ستونزې شته او دوی ورته سپارښتنې هم لری، خو ټینګار یې کړی چې له پخوانی نظام سره د پرتلې وړ نه دی او اوس وضعیت خورا بهتره دی.
د حزب اسلامی مشر ویلی، ا.ا باید د لویو پرېکړو لپاره یو ادرس ایجاد کړی، پر راتلونکی اساسی قانون باید بحث وشی او د راتلونکی نظام پر څرنګوالی باید پرېکړه وشی.
نوموړی دغه راز ویلی، ا.ا له یو سخت حالت سره مخ دی، د ده په باور ځکه چې یو وېجاړ او جنګ ځپلی هېواد په میراث کې ورپاتې دی.
گهیځ