معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / حکمتیار وايي د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو له امریکا سره د نوي مذاکراتو لړۍ پیل کړې

حکمتیار وايي د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو له امریکا سره د نوي مذاکراتو لړۍ پیل کړې

کابل/ګهیځ:

نن شنبه (د لړم/عقرب ۷مه او د اکټوبر میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ د نویو مذاکراتو لړۍ پیل شوې او دواړه لوري د دوحې د هوکړې په څېر د یوې بلې هوکړې د لاسلیک په لټه کې دي.
هغه دا څرګندونې پرون (د تلې ۶مه) په خپل جومات کې لمونځ کوونکو ته د جمعې د خطبې پر مهال وکړې.
حکمتیار وايي دا مذاکرات د دواړو لورو د استخباراتي او نظامي چارواکو تر منځ لومړی په پاکستان او بیا په دوحې کې ترسره شوي.
نوموړی زیاتوي ځینې هېوادونه له همدې مذاکراتو په وېره کې دي او اندېښمن دي چې ښايي د اوسني حکومت مشران د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د امریکا ځینو پوځي قطعاتو ته ځای ورکړي.
تر دې وړاندې افغانستان د سرپرست حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق او د امریکا د متحدو ایالتونو د استخباراتو د مرکزي ادارې مرستیال ډېویډ کوهن تر منځ په دوحه کې یوه ناسته شوې وه.
هغه وخت دواړو لورو په دې اړه جزیات ور نه کړل خو طالبانو دومره وویل، چې دوی د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي په اړه خبرې کړي او امریکايي چارواکو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه یې خپلې اندېښنې له طالبانو سره شریکې کړې دي.
د ځینو رسنیو خپاره شوي رپوټونه وايي، چې د افغانستان د سرپرست حکومت استازي به د راتلونکې میاشتې په پای کې په دوحه کې د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جیک سلیوان او د سي آی اې له مرستیال ډېویډ کوهن سره یو ځل بیا ویني او خبرې کوي.
د راپورونو له مخې، په دغو خبرو کې به د امریکا د بندیزونو له نوملړه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو او د امریکا د سفارت د بیا پرانیستلو په اړه خبرې وشي.
په کابل کې چارواکو تر اوسه له امریکا سره د خپلو خبرو په اړه د حکمتیار په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو څو ځله یې له امریکایانو سره په ۲۰۲۰ کال کې د شوي تړون دفاع کړې او د دغه تړون د عملي کېدو او له امریکا سره یې د دوحې د هوکړې پر بنسټ د اړیکو د ټینګېدو غوښتنه کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس