کابل/ګهیځ:
نن شنبه (د لړم/عقرب ۷مه او د اکټوبر میاشتې ۲۹مه نېټه ده) د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار وایی، د امریکا او طالبانو تر منځ د نویو مذاکراتو لړۍ پیل شوې او دواړه لوری د دوحې د هوکړې په څېر د یوې بلې هوکړې د لاسلیک په لټه کې دی.
هغه دا څرګندونې پرون (د تلې ۶مه) په خپل جومات کې لمونځ کوونکو ته د جمعې د خطبې پر مهال وکړې.
حکمتیار وایی دا مذاکرات د دواړو لورو د استخباراتی او نظامی چارواکو تر منځ لومړی په پاکستان او بیا په دوحې کې ترسره شوی.
نوموړی زیاتوی ځینې هېوادونه له همدې مذاکراتو په وېره کې دی او اندېښمن دی چې ښایی د اوسنی حکومت مشران د افغانستان په شمالی ولایتونو کې د امریکا ځینو پوځی قطعاتو ته ځای ورکړی.
تر دې وړاندې افغانستان د سرپرست حکومت د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق او د امریکا د متحدو ایالتونو د استخباراتو د مرکزی ادارې مرستیال ډېویډ کوهن تر منځ په دوحه کې یوه ناسته شوې وه.
هغه وخت دواړو لورو په دې اړه جزیات ور نه کړل خو طالبانو دومره وویل، چې دوی د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوی په اړه خبرې کړی او امریکایی چارواکو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه یې خپلې اندېښنې له طالبانو سره شریکې کړې دی.
د ځینو رسنیو خپاره شوی رپوټونه وایی، چې د افغانستان د سرپرست حکومت استازی به د راتلونکې میاشتې په پای کې په دوحه کې د امریکا د ملی امنیت له سلاکار جیک سلیوان او د سی آی اې له مرستیال ډېویډ کوهن سره یو ځل بیا وینی او خبرې کوی.
د راپورونو له مخې، په دغو خبرو کې به د امریکا د بندیزونو له نوملړه د طالب مشرانو د نومونو د ایستلو او د امریکا د سفارت د بیا پرانیستلو په اړه خبرې وشی.
په کابل کې چارواکو تر اوسه له امریکا سره د خپلو خبرو په اړه د حکمتیار په اړه کومه تبصره نه ده کړې، خو څو ځله یې له امریکایانو سره په ۲۰۲۰ کال کې د شوی تړون دفاع کړې او د دغه تړون د عملی کېدو او له امریکا سره یې د دوحې د هوکړې پر بنسټ د اړیکو د ټینګېدو غوښتنه کړې ده.
گهیځ