ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مشرتابه پلاوی د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو پر نشراتو د څار ادارې رییس ښاغلی مولوی عبدالحق حماد سره په کتنه کې نوموړی ته د ګهیځ ټولنې د فعالیتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړل او د راتلونکو پروګرامونو په اړه یې ورڅخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په دغه کتنه کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په نوې ودانۍ کې ترسره شوه، د ګهیځ ټولنې مشر او د پوهنتون استاذ سردار محمد دیندار خیل او د یادې ټولنې د اړیکو مسؤول احمدضیاء رحیمزی، ګډون درلود چې په ترڅ کې یې د ګهیځ ټولنې پر تاریخچه او فعالیتونو رڼا واچول شوه او د هېواد په کچه د فرهنګی او نشراتی فعالیتونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
همدارنګه په دغه ناسته کې د بېلابېلو فرهنګی او خپرنیزو ادارو تر منځ د همغږۍ او خپل مینځی اړیکو موضوع هم تر بحث لاندې راغله چې په ترڅ کې یې د یادو ادارو او بنسټونو تر مینځ د ښې همغږۍ او تفاهم رامینځ ته کېدل وڅېړل شول.
په ناسته کې ښاغلی حماد ته د ګهیځ مهالنۍ چې د لیکوالۍ او ژورنالیزم په ډګر کې خپرېږی، څو ګڼې هم ورکړل شوې چې د نوموړی له خوا په مننې سره استقبال شوې.
گهیځ