معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / حکومت به ډېر ژر د نجونو تعلیمي او تحصیلي بهیر پر بیا پیل پرېکړه وکړي

حکومت به ډېر ژر د نجونو تعلیمي او تحصیلي بهیر پر بیا پیل پرېکړه وکړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۷ مه نېټه):
د کانونو او پټرولیم وزیر له رسنیو سره په خبرو کې ويلي، د ښوونځیو او پوهنتونونو په اړه به ژر تصمیم ونیول شي.
نوموړي زیاته کړې، اوس مهال په ډېری ولایاتو کې ښوونځي او پوهنتونونه رخصت دي، تر حمل میاشتې به د ښوونځیو، لېسو او پوهنتونو په اړه داسې تصمیم ونیول شي چې له شریعت او افغاني دودونو سره سم وي.
د کانونو او پټرولیم وزیر دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې اونۍ وړاندې د سرپرست افغان حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌ کړې تر بل امر پورې وځنډولې.
له دغه امر وروسته بیا اقتصاد وزارت د مرغومي په ۳مه کورنيو او بهرنيو موسسو ته امر وکړ چې تر دويم امر پورې دې د ټولو ښځينه کارکوونکو دندې چې له دوی سره کار کوي، وځنډوي. د نجونو تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي هم د روان تعليمي کال په پيل کې ځنډول شوي دي چې د دغو ټولو پرېکړو له امله په کور دننه او بهر ګڼ شمېر غبرګونونه راپارېدلي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس