کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۷ مه نېټه):
د کانونو او پټرولیم وزیر له رسنیو سره په خبرو کې ویلی، د ښوونځیو او پوهنتونونو په اړه به ژر تصمیم ونیول شی.
نوموړی زیاته کړې، اوس مهال په ډېری ولایاتو کې ښوونځی او پوهنتونونه رخصت دی، تر حمل میاشتې به د ښوونځیو، لېسو او پوهنتونو په اړه داسې تصمیم ونیول شی چې له شریعت او افغانی دودونو سره سم وی.
د کانونو او پټرولیم وزیر دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې اونۍ وړاندې د سرپرست افغان حکومت د لوړو زدهکړو وزارت په هېواد کې د نجونو لوړې زده کړې تر بل امر پورې وځنډولې.
له دغه امر وروسته بیا اقتصاد وزارت د مرغومی په ۳مه کورنیو او بهرنیو موسسو ته امر وکړ چې تر دویم امر پورې دې د ټولو ښځینه کارکوونکو دندې چې له دوی سره کار کوی، وځنډوی. د نجونو تر شپږم ټولګی پورته ښوونځی هم د روان تعلیمی کال په پیل کې ځنډول شوی دی چې د دغو ټولو پرېکړو له امله په کور دننه او بهر ګڼ شمېر غبرګونونه راپارېدلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ