حکومت د عینکو کان د کیندنې لپاره چینایی کمپنۍ سره همغږۍ ته چمتوالی ښودلی
ګهیځ نیوز: نن سې شنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۷مه او د جون میاشتې ۷مه نېټه ده) د رییس الوزراء سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر وایی، حکومت یې د عینکو کان د ژر تر ژره کېندنې په پار له چینایی کمپنۍ سره همغږۍ ته چمتو دی.
نوموړی دا څرګندونې پرون د چین د ‘ام سی سی’ کمپنۍ له مشرتابه سره په کابل کې د لیدو پر مهال وکړې.
په دې اړه یوه اعلامیه کې دا نه دی ویل شوی، چې د دغه لوی کان د کیندنې چارې به څه وخت پیلېږی، خو تر دې وړاندې کانونو وزارت ویلی، ۸۰ سلنه چارې مخته تللی دی.
گهیځ