ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د غوایی یا ثور ۱۹مه او د مۍ میاشتې ۹مه نېټه ده) افغان حکومت وایی د ایستل شوو چورلکو د بېرته ترلاسه کولو لپاره هڅې کوی.
د حکومت مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی، هغه کسان چې د افغان پوځ الوتکې یې بهرنیو هېوادونو ته لېږدولې دی خاینین دی او په خبره یې دوی یې د را ګرځولو په لټه کې دی.
د مجاهد په خبره د امریکا دا کړنه له ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو سره په ټکر کې ده او دوی هڅه کوی له دغه هېواد سره د دې چورلکو پر راګرځولو خبرې وکړی.
وروسته له هغه چې په افغانستان کې پخوانی حکومت سقوط شو، نو یو شمېر افغان پیلوټانو ځینې چورلکې ګاونډیو هېوادونو ته ولېږدولې چې اوس یې امریکا له ورکولو انکار کړی.
تر دې وړاندې ځینو نورو هېوادونو د دې الوتکو له ورکولو انکار کړی دی، خو افغان حکومت هم خبرداری ورکړی و، چې ژر تر ژره دې دغه الوتکې افغان لوری ته وسپارل شی.
امریکا بیا د افغان پوځ ځینې چورلکې اوکراین ته هم ورکړې دی.
گهیځ