حکومت وایی د بې کارۍ کمولو او کار موندلو لپاره طرحې جوړوی

ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غبرګولی یا جوزا ۱۴مه او د جون میاشتې ۴مه نېټه ده) حکومت وایی په هېواد کې د بې کارۍ د کچې راټیټولو او هېوادوالو ته د کار پیدا کولو لپاره طرحې جوړوی.
د رییس الوزراء اداری مرستیال عبدالسلام حنفی د کار او ټولنیزو چار وزارت ته دنده سپارلې، چې په افغانستان کې د بې کارۍ د راکمېدو او خلکو ته د کار پیدا کولو په برخه کې لنډ مهاله او اوږد مهاله طرحې جوړې کړی.

د ارګ په تویټر پاڼه لیکل شوی، چې ښاغلی حنفی د اداری کمېسیون په ناسته کې دغه وزارت ته د هغو دولتی کارکونکو د برخلیک معلوملو په اړه هم دنده سپارلې چې د منحل شویو ادارو څخه بې کاره شوی.
د ارګ په ټویټر دغه شان لیکل شوی، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت باید د بېکارۍ د کمېدو لپاره له سکټوری وزارتونو سره په مشورۍ طرحې جوړې او تصویب لپاره یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.