پنجشنبه، د لړم ۱۹مه
کابل/ګهیځ: امنیتی چارواکو له کابل ښاریانو غوښتی چې د امنیتی وضعیت د ښه کېدا په موخه خپلو کورونو کې امنیتی کمرې ولګوی.
دا خبره د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ له ملی ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې کړې.
ښاغلی ځدراڼ ویلی، د کابل ښار سراسر یې د امنیتی کمرو لګولو کمپاین پیل کړی، چې تر اوسه په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۲ زره سی ټی وی کمرې لګېدلې دی.
هغه ټینګار کړی، چې د امنیتی وضعیت د ښه کېدا په موخه یې دا ګام پورته کړی دی.
خالد ځدراڼ په دې مرکه کې د کابل ښار پر اوسېدونکو غږ کړی، چې په خپلو کورونو کې د امنیتی کمرو په لګولو سره له حکومت سره د امنیت په ټینګښت کې خپله مرسته ثابت کړی.
هغه ویلی، دا کار د زور او جبر له لارې نه بلکې خلک له خپلې خوښې سره سم کولی شی په دې کمپاین کې برخه واخلی.
گهیځ