معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ختیځ زون کې د نیمه قیمتي ډبرو د پلور بازار پرانیستل شو

ختیځ زون کې د نیمه قیمتي ډبرو د پلور بازار پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري  ۷مه  نېټه):

‏د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد په ختیځ زون کې د نیمه قیمتي ډبرو بازار پرانېستلو خبر ورکړی، چې په کې به کروماېټ، نفراېټ سرپنټین او نور ډول ډبرې پلورل کیږي.

دغه بازار چې د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې موقعیت لري، د کان کېندونکي شرکتونه کولای شي، چې نیمه قیمتي ډبرې د پلور لپاره په کې وړاندې کړي.

د کانونو او پټرولیم وزارت زیاته کړې، چې په پام کې لري د هېواد په بېلابېلو برخو کې د قېمتي او نیمه قېمتي ډبرو د پلور ډېر مرکزونه جوړ کړي، څو د کاني زېرمو د قاچاق مخنیوي ترڅنګ ټول کورني او بهرني علاقمندان وکولی شي له دغو مرکزونو څخه د خپلې خوښې اړوند جنس په قانوني او ډاډمنه توګه وپېري او انتقال یې کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس