کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد په ختیځ زون کې د نیمه قیمتی ډبرو بازار پرانېستلو خبر ورکړی، چې په کې به کروماېټ، نفراېټ سرپنټین او نور ډول ډبرې پلورل کیږی.
دغه بازار چې د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار کې موقعیت لری، د کان کېندونکی شرکتونه کولای شی، چې نیمه قیمتی ډبرې د پلور لپاره په کې وړاندې کړی.
د کانونو او پټرولیم وزارت زیاته کړې، چې په پام کې لری د هېواد په بېلابېلو برخو کې د قېمتی او نیمه قېمتی ډبرو د پلور ډېر مرکزونه جوړ کړی، څو د کانی زېرمو د قاچاق مخنیوی ترڅنګ ټول کورنی او بهرنی علاقمندان وکولی شی له دغو مرکزونو څخه د خپلې خوښې اړوند جنس په قانونی او ډاډمنه توګه وپېری او انتقال یې کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ