کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۶ مه نېټه):
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي په یو ټویټ کې ویلي، چې داعش د طالبانو او نړیوالې ټولنې ګډ دښمن دی.
زلمي خلیلزاد په دغه ټویټ کې زیاته کړې، چې د داعش پر ضد همکاري د راتلونکو اړیکو مهمه برخه کېدای شي.
نوموړي ویلي، د موجود انتخابونو په منځ کې د دوحې تړون بشپړ پلي کول د پرمختګ لپاره غوره لاره ده.
نوموړي دغه څرګندونې په داس مهال کړي چې د افغان حکومت د استخباراتو ریاست وړمه شپه کارته نو ساحه کې د داعش ډلې پورې تړلي یو کور باندې عملیات وکړل، چې په کې د دغې ډلې د نهو تنو د وژل کېدو او د یو تن د ژوندي نیول کېدو راپورونه ورکړل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/