کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۶ مه نېټه):
د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی استازی په یو ټویټ کې ویلی، چې داعش د طالبانو او نړیوالې ټولنې ګډ دښمن دی.
زلمی خلیلزاد په دغه ټویټ کې زیاته کړې، چې د داعش پر ضد همکاری د راتلونکو اړیکو مهمه برخه کېدای شی.
نوموړی ویلی، د موجود انتخابونو په منځ کې د دوحې تړون بشپړ پلی کول د پرمختګ لپاره غوره لاره ده.
نوموړی دغه څرګندونې په داس مهال کړی چې د افغان حکومت د استخباراتو ریاست وړمه شپه کارته نو ساحه کې د داعش ډلې پورې تړلی یو کور باندې عملیات وکړل، چې په کې د دغې ډلې د نهو تنو د وژل کېدو او د یو تن د ژوندی نیول کېدو راپورونه ورکړل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ