معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / خلیلزاد وایي، د پاکستان پوځ خپل هېواد د تباهۍ پر لور روان کړی

خلیلزاد وایي، د پاکستان پوځ خپل هېواد د تباهۍ پر لور روان کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپلې اېکس پاڼې پاکستان کې روانو نا امنیو ته په اشارې سره لیکلي، چې پوځ له ناکامۍ سره مخ دی او خپل هېواد یې د تباهۍ په لور روان کړی دی.

دغه جګپوړي امریکایي ډېپلوماټ اندېښنه ښودلې، چې د پاکستان هېواد له جدي ناورین سره مخ دی او که حکومت بدلون رامنځته نه کړي، نو له بدو پایلو سره به مخ شي.

هغه پاکستاني حکومت او پوځ ته خبرداری ورکړی، چې په هېواد کې یې د کړکېچ مخنیوي لپاره ورسره وخت بېخي کم پاتې دی او باید سملاسي لاس په کار شي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې پاکستان په وروستیو ورځو کې له شدیدو امنیتي ننګونو او بریدونو ترڅنګ له سترو سیاسي کشمکشونو سره لاس او ګرېوان دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس