خلیلزاد وایی، د پاکستان پوځ خپل هېواد د تباهۍ پر لور روان کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پر خپلې اېکس پاڼې پاکستان کې روانو نا امنیو ته په اشارې سره لیکلی، چې پوځ له ناکامۍ سره مخ دی او خپل هېواد یې د تباهۍ په لور روان کړی دی.

دغه جګپوړی امریکایی ډېپلوماټ اندېښنه ښودلې، چې د پاکستان هېواد له جدی ناورین سره مخ دی او که حکومت بدلون رامنځته نه کړی، نو له بدو پایلو سره به مخ شی.

هغه پاکستانی حکومت او پوځ ته خبرداری ورکړی، چې په هېواد کې یې د کړکېچ مخنیوی لپاره ورسره وخت بېخی کم پاتې دی او باید سملاسی لاس په کار شی.

نوموړی دا څرګندونې په داسې مهال کړی، چې پاکستان په وروستیو ورځو کې له شدیدو امنیتی ننګونو او بریدونو ترڅنګ له سترو سیاسی کشمکشونو سره لاس او ګرېوان دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.