خلیلزاد: که غنی تېښته نه وی کړی د جمهوریت او ا.ا تر منځ د ګډ حکومت جوړېدل شونی وو

ګهیځ نیوز: نن پنجشنبه (د زمری/اسد ۲۷او د اګسټ میاشتې ۱۸مه نېټه ده) د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلی، چې که پخوانی ولسمشر اشرف غنی له هېواده نه وی وتلی د دوی او ا.ا تر منځ د ګډ حکومت را منځ ته کېدل شونی کار و.
خلیلزاد له امریکایی Axios خبری شبکې سره په مرکه کې ویلی، چې له افغانستانه د اشرف غنی وتو سیاسی حل نا شونی او د نظام تشه یې را منځ ته کړه.
د ده په باور طالبان چمتو وو، چې د حامد کرزی په ګډون یوه سیاسی حل ته غاړه کېږدی.
د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو تړلو ته په غبرګون کې زلمی خلیلزاد وویل، چې د ا.ا ډېری مشران د ښوونځیو د دراوزو پرانستو سره موافق دی خو حکومت یې تر اوسه مخالف او مختلف پلمې وړاندې کړې دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.