کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر خبر ورکړی، چې په خوست، پکتيا او پکتيکا ولایتونو کې به د ۴۰ ميليونه ډالرو په لګښت پراختیايي پروژې پلې کړي.
د یاد دفتر مرستیال اندريکا رتواتي دا څرګندونې د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې د يو جوړ شوي استنادي دېوال د پرانیستنې په مراسمو کې کړې دي.
تڼیو کې دا ۲۴۵ متره اوږد استنادي دېوال، د افغانستان لپاره د ځانګړي وجهي صندوق په مالي همکارۍ د ملګرو ملتونو د بشري استوګنځايونو ادارې له خوا جوړ شوی دی.
رتواتي د څو لسیزو جګړو له امله دا سیمه د بیارغونې په برخه کې محرومه یاده کړې او د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د نورو پروژو د عملي کولو ژمنه یې کړې.
سویل ختیځه حوزه د افغانستان یو له هغو سیمو ده، چې د تېرو جګړییزو ناخوالو ترڅنګ یې وګړو ته دې وروستیو کې سېلابونو او نورو طبیعي افاتو هم لوی زیانونه اړولي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/