کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر خبر ورکړی، چې په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې به د ۴۰ میلیونه ډالرو په لګښت پراختیایی پروژې پلې کړی.
د یاد دفتر مرستیال اندریکا رتواتی دا څرګندونې د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د یو جوړ شوی استنادی دېوال د پرانیستنې په مراسمو کې کړې دی.
تڼیو کې دا ۲۴۵ متره اوږد استنادی دېوال، د افغانستان لپاره د ځانګړی وجهی صندوق په مالی همکارۍ د ملګرو ملتونو د بشری استوګنځایونو ادارې له خوا جوړ شوی دی.
رتواتی د څو لسیزو جګړو له امله دا سیمه د بیارغونې په برخه کې محرومه یاده کړې او د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د نورو پروژو د عملی کولو ژمنه یې کړې.
سویل ختیځه حوزه د افغانستان یو له هغو سیمو ده، چې د تېرو جګړییزو ناخوالو ترڅنګ یې وګړو ته دې وروستیو کې سېلابونو او نورو طبیعی افاتو هم لوی زیانونه اړولی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ